د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې له ترکیې هېواد سره د شوي هوکړه لیک له مخي به ډېر ژر یاد هېواد ته د افغان کارګرو د لیږد بهیر پیل شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې ددې وزارت سرپرست د ترکیې له سفیر جهاد ارګنای سره په دې اړوند خبرې اترې کړې دي. دې وزارت زیاته کړې، چې له دې سره به تر یو بریده د غیري قانوني کډوالۍ مخه هم ونیول شي.








