د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وازت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره لیدلي او په افغانستان کې یې د نشه يي توکو په اړه ورسره خبرې کړې دي. د کورنیو چارو وزارت په یو ټویټ کې زیاته کړې، چې د ترکمنستان سفیر په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې همکارۍ او مرستو ته چمتو دی








