نړیوال بانک وايي چې د سیمې هېوادونه او په ځانګړي ډول افغانستان له اقتصادي پلوه لوی زیان ګاللی او دوامدار بحران د دغه هېواد وده او پرمختګ کمزوري کړي دي. نړیوال بانک پرون په خپل راپور کې د خوړو د نړیوال پروګرام په حواله ویلي دي چې په افغانستان کې بې وزلي حاکمه ده او د ناکافي عوایدو له کبله د دغه هېواد ۹۲ سلنه خلک کافي غذا نلري. په دغه راپور کې دغه راز ویل شوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ د جولاۍ د میاشتې په پرتله د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د توکو د قیمت اندازه له دوو عددونو څخه ۱.۹ ته راټیټه شوې ده. نړیوال بانک وايي چې په دغه هېواد کې د عوایدو فرصتونه کمزوري شوي چې د کرنې، بیارغونې او نورو برخو د فعالیتونو د شاتګ لامل شوي، خو ویلي یې دي چې تمه ده د بهرنیو مرستو له ترلاسه کولو ورسته، په را روانو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده مثبته شي.








