د افغانستان سرپرست حکومت ځينې هغه وزیرستاني کډوال چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه اوسېږي، د هېواد لرې پرتو ولایتونو ته لېږدوي. د سرپرست حکومت ویاند وايي چې د دغه کار موخه، د پاکستان پر وړاندې بریدونو کې د دغو کډوالو د نه لاس لرلو په هکله د دغه هېواد د حکومت د ډاډ ترلاسه کول دي. نوموړی زیاتوي، چې کله نا کله پاکستان دغه کډوال د دغه هېواد پر وړاندې په ځينو خوځښتونو تورنوي. تراوسه څرګنده شوې نه ده، چې په هغو کډوالو کې چې سرپرست حکومت یې لرې پرتو ولایتونو ته لېږدوي، کوم کسان شاملېږي. تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي سرپرست حکومت دوی ته یو وړاندیز کړی چې پر بنسټ یې د پاکستان د ط البانو د تحریک وسله وال غړي په افغانستان کې لرې پرتو سیمو ته لېږدول کېږي.








