د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي د هېواد ټول هوايي ډګرونه فعال دي او له دغو ډګرونو د ورځې ۲۰ نړۍوالې الوتنې ترسره کېږي. د ملکي هوايي چلند انسټېټیوټ رییس د زده کړیالانو فراغت غونډه کې وویل چې د هوايي چلند د برخې د ښهوالي لپاره به ۳۰ تنه زدهکړیالان د تحصیل لپاره ازبکستان ته واستول شي. په دې مراسمو کې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د هوايي چلند انسټېټیوټ سره به د زدهکړیالانو په ظرفیت لوړېدنه کې همکاري کوي. ورته مهال له هوايي چلند انسټېټیوټه فارغان له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی لپاره کاري زمینه برابره کړي. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې تر ۵۰ ډېر کسان د هوايي ترافیکو د کنټرول، څارنې، لار موندنې او نورو برخو کې د دوه کلونو په لړ کې روزل شوي دي.








