د پوهنې وزارت چارواکو په یوې غونډه کې ویلي چې په کلیو کې د ښوونځيو د ودانیو او ښوونکو نشتوالی د هېوادوالو اصلي ننګونې او ستونزې دي. د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو رییس ادعا کوي، چې په تېرو شلو کلونو کې د پوهنې برخه کې په هېواد کې هېڅ کار نه دی شوی او هېوادوال په لرې پرتو سیمو کې د ښوونکو او د ښوونځیو د ودانیو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. نوموړی په هېواد کې د زده کړو پر لا ښې زمینې برابرولو ټینګار کوي. ورته مهال په دې ناسته کې د یوه مرستندویه بنسټ مسوول وايي، چمتو دي چې خلکو سره د زدهکړو، روغتیا او کرهنې په برخو کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه کاله کېږي په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې دي.








