د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو پر پروګرام مشورتي غونډه روانه ده. د پولیو اړونده د تخنیکي مشورتي ډلې په نوم دغه څلورورځنۍ غونډه چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، تر نن ورځې به دوام وکړي. په افغانستان کې د یونېسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه چې په دې مشورتي غونډه کې ګډون لري، وايي، چې په دې غونډه کې به تخینکي مشورتي ډله خپلې سپارښتنې افغانستان او پاکستان ته وړاندې کړي، تر څو تر دې وروسته د دغو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام د دغو سپارښتنو په رڼا کې مخ ته لاړ شي. دا غونډه داسې وخت جوړېږي، چې همدا تېره اونۍ په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.








