د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ترکیې ته د سفر پر مهال په دې هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو یوې کمپنۍ “کاردمیر” څخه لېدنه کړې ده. یادې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس د لېدنې پر مهال د دې کمپنۍ مشر سرکان اتامیر وړاندیز کړی چې دوی چمتو دي چې د معدني موادو په بدل کې افغانستان ته اورګاډي تولید کړي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوي، د دې ادارې رییس د دوی وړاندیز ته په ځواب کې ویلي، په دې اړه به په کابل کې بحث وکړي او د سرپرست حکومت د موافقې په صورت کې به مخ پر وړاندې ځي.








