د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت، د افغان کډوالو کوربه هېوادونه د کډوالو نړۍوالو حقونو پر نقض، ناوړه استفادې او اجباري وتلو تورن وي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د افغان پناه غوښتونکو له کوربه هېوادونو غوښتي چې، د پناه غوښتونکو نړۍوالو حقونو ته درناوی وکړي. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې شاوخوا درې مېلیونه او همداراز په ایران کې هم نږدې درې مېلیونه افغانان او په نورو هېوادونو کې بیا شاوخوا یو مېلیون افغانان مهاجر دي.








