د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د انتاني ناروغیو شل بستریز روغتون د روغتیا نړۍوالۍ موسسې په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه ولایت د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر نقیب الله وايي، چې دغه شل بستریز روغتون د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په عصري سېسټم رغول شوی، چې د هلمند اوسېدونکو ته به د روغتیا برخه کې ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي. ورته مهال د انتاني ناروغیو د روغتون مسوول ډاکتر قدرت الله سدوزي وویل، چې په دې روغتون کې د نري رنځ ناروغۍ پرته به د ټولو ناروغیو درملنه کیږي.








