د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، نړۍوال باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي. نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي تر څو افغانان وکولی شي، په کور دننه او بهر خپلو اړتیاوو ته لاسرسی ولري. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه غوښتنه پرون په بهرنیو چارو وزارت کې د هغو اتلسو افغانانو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې وکړه چې له بلغاریا نورو اروپایي هېوادونو ته په لاره یې په یوه کانټینر کې د هوا د کمښت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و. نوموړي د قربانیانو خپل خپلوانو ته په خبرو کې نړیوال بندیزونه د دغه ځنډ مهم لامل وبلل او هغه یې د افغانانو پر وړاندې د نړیوالو یوه غیرعادلانه تګلاره یاده کړه.








