د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، روان لمریز کال به د پنځه مېلیارده او دوه سوه څلوېښت مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې چې ۸۵ یې د سړکونو د رغولو په برخه کې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالي زیاتوي، په دغو پروژو کې د خیرخانې د کوتل، رحمان مینې او میرویس میدان واټونه شامل دي. اوس د قلعه زمان خان تر عمومي سړکه د امنیت د پروژې د عمومي سړک جوړېدو چارې چې څه مودې وړاندې پیل شوې وې، پایته رسېدلي دي او ځایي اوسېدونکي د دغه سړک پر جوړېدو خوښ دي. بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له کابل ښاروالۍ غواړي چې په کابل ښار کې بېخبنایي پروژې په یو ډول عملي کړي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، پروسږکال ۱۸۰ پروژې چې د سړک جوړولو، کانال جوړولو، د څلورلارو د رغولو، تنظیف او سمسورتیا پروژې پهکې شاملي دي، عملي شوې دي.








