د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال یې تر اوسه پورې تر ۱۸ میلیونه زیاتو افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي. د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په تېرو شپږ نیمو میاشتو کې یې اړو کسانو ته ۴۱۰ زره ټنه خواړه او ۱۱۵ میلیونه ډالره نغدې پیسې ورکړي دي. دې پروګرام له هند سره د یوې موافقې یادونه هم کړې چې پر اساس به یې دا پروګرام د هند لس زره ټنه غنم وېشي. د خوړو نړيوال پروګرام داسې مهال د مرستو رسولو يادونه کوي چې اوس مهال تر نيمايي ډېر افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.