د علي آباد په تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د درملنې ملي څانګه پرانيستل شوه. دغه څانګه به په هېواد کې د سرطان په ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې ترڅنګ اړوند ځوان کدرونه هم وروزي. مسوولین وایي، د سرطان ناروغۍ د درملنې دغه څانګه په نړيوالو سټنډرډونو برابره ده او په ښه شکل سره به د ناروغانو درملنه وکړي.