د سریلانکا ولسمشر له خپل هېواد وتښتېد. رسنیو راپور ورکړی چې ددغه هېواد ولسمشر تر سختو لاریونونو او د ولسمشرۍ ماڼۍ تر محاصره کېدو وروسته څو ورځې پټ و او اوس یې له دغه هېواد پښې سپکې کړې دي. په دې سره په سریلانکا کې د یوې کورنۍ څو لسیزې واکمني پای ته رسېدلې ده.
خلکو په دغه هېواد کې وروسته له هغه لاریونونه وکړل چې ګراني اوج ته ورسېده خو حکومت یې د کنټرول لپاره هېڅ اراده نه لرله. ویل کېږي چې د سریلانکا تښتېدلی ولسمشر مالدیو ته تللی دی او دمګړی په دغه هېواد کې هېڅ حکومت نشته دی.