د افغاني سرې میاشتې لخوا ۸۰ ناروغ ماشومان د درملنې په موخه المان ته لېږل کېږي. په دې ۸۰ ماشومانو کې، چې عمرونه یې له یو کلنۍ نه تر ۱۱ کلنۍ رسیږي؛ ډیری یې هغه دي چې هډوکي یې مکروبي شوي او یا هم سخت سوځېدلي دي. دغه ماشومان به تر شپږمیاشتنۍ درمنلې وروسته بېرته هېواد ته را وګرځي. اوس هم ۵۰ نور افغان ماشومان په المان کې تر درملنې لاندې دي.