د قزاقستان او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا په موخه، د قزاقستان سفیر یرکین توکوموف په اسلاماباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له مشر معین الحق سره لیدلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په اسلاماباد کې د قزاقستان سفارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټي لارو د پیاوړتیا، اړوندو پروژو د عملي کېدو او د افغانستان د روان وضعیت په اړه هم بحث شوی دی.








