عدلیې وزارت ویلي، چې د شمال زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۳۰۵ جریبو په شاوخوا کې ځمکه د امارت ملکیت بللې ده. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ځمکه چې دوه جلا قطعې دي، د دشت ارچي ولسوالۍ په وزیرخان سیمه کې موقعیت لري. د یادې ځمکې دوسیه تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون له لوري اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه. عدلیې وزارت زیاتوي، محکمې د اړوندو اسنادو، املاکي دفترونو او له بېلابېلو ادارو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې دواړه قطعې امارتي ځمکې دي. د محکمې د حکم له مخې، هغه کسان چې دغه ځمکه یې تر خپل تصرف لاندې راوستې، مکلف دي چې بېرته یې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.








