د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي شهابالدین ثاقب په ترکیه کې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له مرستیال مصطفی توزجو سره کتلي دي. د راپور له مخې، په دې کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او کچې لوړولو، د ګډو نندارتونونو جوړولو او د ترانزیټ په برخه کې د شته ستونزو پر حل خبرې شوې دي. دواړو لورو د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا او په دې برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.








