د مصر د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد پر یوې مهمې حلقوي لویې لارې د تېلو د محصولاتو لېږدوونکي موټر د چپه کېدو او اور اخیستو له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه حلقوي لویه لاره د قاهرې ښار شاوخوا مهمې لارې سره نښلوي او د قاهرې، جیزې او قلیوبیې ولایتونه سره تړي. د مصر د روغتیا وزارت ویلي، چې اور د جیزې ولایت د الوراق سیمې په یوه تونل کې لګېدلی و. ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې اور وژونکو د اور په مهارولو بریالي شوي دي.








