د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په اسلامکلا ګمرک کې د ۱۵۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پراختیایي پروژو چارې پیل کړې دي. د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې پر ۲۰ جریبه ځمکه د موټرو لپاره د کانکریټي تمځای جوړول، د ګمرک پر داخلي سړکونو کانکریټ اچول او د «انکس» غرفو جوړول شامل دي. د سرچینې په وینا، د دغو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې ورکول کېږي او چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره به سوداګرو، موټرچلوونکو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوې برابرې او د ګمرکي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر به ښه شي.








