د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ په ورګند پایان کلي کې د واورین پړانګ په برید کې د یوه ځايي اوسېدونکي ۲۲ څاروي، چې ۱۵ پسونه او اووه وزې دي، له منځه تللي دي. د بدخشان د کرنې ریاست مسوولین وايي، دغه پېښه پرون سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده. د وژل شویو څارویو لرونکي د پېښې د څېړنې او د اوښتو زیانونو د جبران په برخه کې د حکومت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.








