د دولتي شرکتونو عمومي ریاست مسوولین وايي، اټکل کېږي چې سږ کال په ننګرهار کې د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شي او ۸ زره او ۶۲۳ مټریک ټنو ته ورسېږي. د دغه ریاست ویاند محمد نبي بهار رسنیو ته ویلي، چې تېر کال د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د څلورو فارمونو اړوند بڼونو شاوخوا ۵ زره او ۵۰۰ مټریک ټنه مالټې تولید کړې وې. د نوموړي په وینا، د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د بڼونو مدیریت، د کارګرو دوامدارې هڅې او پر وخت د کرنیزو او تخنیکي چارو ترسره کول دي. بلخوا، بڼوال تمه لري چې سږ کال به هم ښه عواید ترلاسه کړي. د دوی په وینا، له پاکستانه د مالټو د وارداتو بندېدو کورنیو محصولاتو ته د بازار موندنې ښه فرصت برابر کړی دی.








