د سرو زرو او سپینو زرو نړیوالې بیې د چهارشنبې په ورځ د پام وړ راولوېدې، چې د امریکا د ډالرو پیاوړتیا او د سود کچې د احتمالي لوړوالي په اړه اندېښنې یې مهم لاملونه بلل کېږي. د نیویارک د سوداګرۍ په بازار کې، د ډسمبر میاشتې لپاره د سرو زرو د هر اونس بیه ۳ اعشاریه ۱۶ سلنه راټیټه شوه او په ۳۷۴۱ ډالرو او ۹۰ سېنټو وتړل شوه. د سپینو زرو بیه هم ۴ اعشاریه ۸۵ سلنه کمه شوه او د هر اونس بیه یې ۴۵ ډالرو او ۵ سېنټو ته ورسېده. د رویټرز د راپور له مخې، د سرو زرو بیه په دې کچه راټیټېدل د تېرو ۱۴ میاشتو تر ټولو ټیټه کچه ده. د امریکا د ډالرو ارزښت هم د تېرو ۱۹ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، چې له امله یې د سرو زرو پېرل د نورو هېوادونو د پانګهوالو لپاره ګران شوي دي.








