د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیقالله عزیزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لوېدیځ زون د سیمهییز دفتر له رئیس پاول ارشف سره لیدلي او د فرهنګي همکاریو پر پراختیا او د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي. عزیزي د فرهنګي پروګرامونو د ملاتړ، د تاریخي اثارو او میراثونو د ساتنې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخو کې له یوناما سره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې، د یوناما استازي ویلي، چې له سیمهییزو هېوادونو سره د اړیکو او متقابلو همکاریو پراختیا کولای شي په افغانستان کې د پرمختګ او پرمختیا لپاره زمینه برابره کړي.








