د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله آخندزاده پرون (چهارشنبه) د دفاع وزارت په مقر کې جوړې شوې غونډې ته وینا کړې ده.
د اسلامي امارت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت د په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نوموړي د ټولنې د اصلاح او نېکمرغۍ په برخه کې د دیني علماوو پر مهم رول او مسوولیتونو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د «عالیقدر امیرالمؤمنین د علماوو، خطیبانو او امامانو په خطاب» په نوم چاپ شوی کتاب هم د درس په توګه وړاندې شوی دی.
د غونډې په پای کې د کابل په مرنجان غونډۍ کې د یوې «جهادي مدرسې»، په میرویس میدان کې د یوه لوی جامع جومات او په چمن حضوري کې د «شیخالاسلام امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی» په نوم د یوه جامع جومات د جوړولو د بنسټ ډبرې هم اېښودل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د اسلامي امارت رئیسالوزرا ملا محمدحسن آخند، د ریاستالوزرا مرستیالان، وزیران، د دفاع وزارت د ټولو قولاردو قوماندانان او یو شمېر دیني عالمان هم ګډون کړی و.








