اروپايي ټولنې له اسراییلو غوښتي چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ټولې سرحدي لارې پرانیزي او مرستندویه ډلو ته د بېخنډه لاسرسي اجازه ورکړي. د اروپايي ټولنې په وینا، د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله په غزه کې شاوخوا ۷۰ زره بېځایه شویو کورنیو خېمې له اوبو ډکې شوې دي. دغه ټولنه ټینګار کوي چې زیانمنو کورنیو ته باید بېړنۍ بشري مرستې، د څښاک پاکې اوبه او خوراکي توکي ورسول شي.








