د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل کړې دي. د عامې روغتیا وزیر وايي، د خپل سفر په ترڅ کې یې په بغلان او تخار ولایتونو کې د شپږو روغتونونو د جوړېدو چارې پیل کړې دي. د نوموړي په وینا، د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي اسانتیاوې برابرې او د درملنې ستونزې به یې راکمې شي. بلخوا، د تخار او بغلان اوسېدونکي د دغو روغتونونو د جوړېدو هرکلی کوي او هیله لري چې په فعالېدو سره به یې د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې هوارې شي.








