د امریکا د استازو جرګې د سېشنبې په ورځ د ۲۱۱ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو په پایله کې د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د استیضاح طرحه یوې کمېټې ته د لېږلو پرېکړه وکړه، چې په دې توګه د استیضاح هڅه له خنډ سره مخ شوه. دا طرحه د جمهوري غوښتونکو استازي توماس ماسي یوه ورځ مخکې وړاندې کړې وه. نوموړي پر هېګسېت تور پورې کړی، چې له کانګرسه د اجازې پرته یې له ۹۰ ورځو ډېر وخت د ایران پر وړاندې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی او د ۱۹۷۳ کال د جګړې د واکونو د قانون درې مادې یې نقض کړې دي. ماسي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پخوانیو منتقدانو دی، د روان کال په پای کې له کانګرسه وځي او د هېګسېت پر وړاندې یې اته تورونه مطرح کړي دي. هېګسېت د استیضاح هڅه یوه «سیاسي ننداره» بللې او ویلي یې دي، چې موخه یې ولسمشر ټرمپ ته زیان رسول دي. سپینې ماڼۍ هم د دغې طرحې مخالفت کړی دی.








