د روسیې یو لوړپوړی پلاوی سبا د پنجشنبې په ورځ کابل ته راځي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي. سرچینې زیاته کړې، چې روسي پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې وکړي. د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو کې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. تر اوسه د دغه سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د روسي پلاوي د لیدنو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.








