د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف د «افغانستان روغتیا» د دویم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو او درملنې د امکاناتو پیاوړتیا کولی شي بهرنیو هېوادونو ته د ناروغانو د درملنې سفرونه راکم او د پانګې د وتلو مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ناروغیو د تشخیص، د درملو د کیفیت ښه والي او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او په دې برخو کې پراخه پانګونه هم شوې ده.








