په بلغاریا کې د سختې لړې او د لید د کچې د ټیټېدو له امله پر یوه لویه لار د ګڼو موټرو د پرلهپسې ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، دغه پېښه د سېشنبې په ورځ د یامبول ښار ته څېرمه پر اې-۱ لویه لار شوې ده، چې د دغه هېواد پلازمېنه صوفیه له ختیځ ښار بورګاس سره نښلوي. د رویټرز د راپور له مخې، د پېښې پر مهال د لویې لارې په شپږو لیکو کې موټرونه او لارۍ له یو بل سره ټکر شوي، ځینې یې چپه شوي او ګڼو موټرو ته درانه زیانونه اوښتي دي. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې لږ تر لږه ۵۰ ټپیان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.








