د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې د کډوالو د پراخې راستنېدنې او د مرستو د بودجې د کمښت له امله میلیونونه کسان له سختو شرایطو سره مخ دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې ۴.۲ میلیونه کسان د سرپناه مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ګڼې کورنۍ د ژمي لپاره د تودوخې مناسب وسایل هم نه لري. یاد سازمان ټینګار کړی، چې د دغو ستونزو د حل او اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره بېړنیو او لا زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.








