په بلخ کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوسپنې د تولید د یوې نوې کارخونې جوړول بشپړ شوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې فعالیت پیل کړي. دغه کارخونه به هره ورځ د ۱۵۰۰ ټنه سیخګول د تولید ظرفیت ولري. د کارخونې مسوولین وایي، په دې پروژه کې له هندي ماشینرۍ ګټه اخیستل شوې. اوس مهال په دغه کارخونه کې ۲۰۰ افغانانو او ۳۰ هندي تخنیکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده. بلخوا، په بلخ کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوسپنې یوې بلې کارخونې هم تازه فعالیت پیل کړی، چې د ورځې د نږدې زر ټنه سیخګول د تولید ظرفیت لري.








