د نیمروز ځایي چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د ابریشم پله او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک بندر ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ د ورځې او شپې په ټولو ساعتونو کې پیل شوی دی. د نیمروز د والي دفتر رئیس سیفالله محمدي وايي، د دغه ولایت د کمېسارۍ، ترانسپورټ او ګمرک مسوولین چمتو دي چې د ورځې او شپې په ټولو ساعتونو کې موټرچلوونکو او سوداګرو ته خدمات وړاندې کړي. د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې هره ورځ له دې لارې تر ۴۰۰ پورې د وارداتي او صادراتي توکو لېږدوونکو موټرو تګ راتګ کاوه، خو د ۲۴ ساعته فعالیت له پیل سره دا شمېر په ورځ کې ۸۰۰ موټرو ته لوړ شوی دی.








