قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد یو پلاوی د یکشنبې په ورځ تهران ته سفر کړی دی. د راپورونو له مخې، دغه سفر د تهران او دوحې ترمنځ د روانو اړیکو په چوکاټ کې ترسره شوی، خو تر اوسه یې په رسمي ډول تایید نه دی شوی. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پارلمان د مشر ویاند، عباس ګودرزي، ویلي چې تر هغه به له امریکا سره مذاکرات بېمانا وي، څو واشنګټن د ایران شرایط نه وي منلي.








