د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، د اروپايي ټولنې په ملاتړ یې په افغانستان کې د نشهيي توکو د استعمال له اختلال څخه د اغېزمنو کسانو لپاره روغتیايي خدمات پیاوړي کړي دي. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۹مه، ویلي چې د پروګرام له پیل راهیسې د ۱۹۲ ښځو په ګډون ۵۵۱ روغتیايي کارکوونکو ته د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د رواني روغتیايي ستونزو د مدیریت په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده. د ډبلیو ایچ او په وینا، دغه روزنې د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې ترسره شوې او موخه یې د روغتیايي خدماتو د کیفیت لوړول او د اغېزمنو کسانو د رغېدو بهیر پیاوړی کول دي.








