په مالیزیا کې د افغانستان سفیر نقیبالله احمدي د عراق له سفیر عدنان مهلهل المعجون سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د افغانستان او عراق پر تاریخي اړیکو، دوهاړخیزو همکاریو او په افغانستان کې د رامنځته شویو فرصتونو په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.








