عدلیې وزارت وايي، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه دولتي ملکیت اعلان کړې ده. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ځمکه د پغمان ولسوالۍ د ارغندي په سیمه کې په اتو جلا جلا ټوټو وېشل شوې ده. تر دې مخکې هم د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون یاده ځمکه دولتي ملکیت بللې وه. خبرپاڼه زیاتوي، د اړوندو کسانو د اعتراض له امله قضیه ځانګړې محکمې ته لېږل شوې وه، چې محکمې د اسنادو تر ارزونې وروسته خپله وروستۍ پرېکړه صادره کړې ده.








