د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، درې پېښې په کندهار، دوه د ننګرهار کې په بټيکوټ او ګوشتې ولسوالیو او یوه بله د کابل کې په موسهي ولسوالۍ ثبت شوې ده. په دې سره، د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی. بلخوا، د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې په هېواد کې د پولیو راپور شوې پېښې نه وې تایید کړې او مشکوکې یې بللې وې.








