د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې اولګا چروکو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د لوږې له بحراني وضعیت سره مخ دي، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان په بېړني حالت کې دي. چروکو ویلي، د ژمي په رارسېدو سره ښايي د هغو کسانو شمېر چې له لوږې سره مخ دي، شاوخوا ۱۹ میلیونو ته لوړ شي. نوموړې د ژمي له رارسېدو مخکې د بېړنیو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یوازې بشري مرستې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي؛ بلکې په کرنه، د کارموندنې، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو په برخو کې دوامداره پانګونې ته اړتیا ده. د اوچا ویاندې همداراز خبرداری ورکړی، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د کورنیو پر اقتصادي وضعیت او د هغوی د خوړو پر خوندیتوب منفي اغېز کوي.








