د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) وايي، د بودیجې کمښت اړ کړی چې په غزه کې خپلې خوراکي مرستې په پراخه کچه راکمې کړي، چې له امله به یې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان له میاشتنیو خوراکي مرستو بېبرخې شي. دغه پروګرام د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، په یوه راپور کې ویلي چې د میاشتنیو خوراکي مرستو د ترلاسهکوونکو شمېر له ۱.۶ میلیونو څخه ۱.۱ میلیونو کسانو ته راکموي. د راپور له مخې، د غزې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه اوسېدونکي لا هم د کافي خوړو د ترلاسه کولو له ستونزې سره مخ دي. همداراز، هغو کسانو ته چې د خوړو د پخولو امکانات نه لري، د ګرمو خوړو د وېش ورځنی هدف له ۲۵۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو وعدو ته راکم شوی دی.








