د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاو پر کمولو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د دریځونو پر ورتهوالي خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، تهران او مسکو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاو د کمولو په اړه ګډ نظر لري. تر دې مخکې په پاکستان کې د روسیې سفیر هم ویلي وو چې مسکو چمتو دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاو په کمولو کې همکاري وکړي.








