ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې شاوخوا ۲.۲ میلیارده کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او میلیاردونه نور له لومړنیو روغتیايي او حفظالصحې اسانتیاوو بې برخې دي. دغه سازمان د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، په یوه راپور کې ویلي، چې ۳.۴ میلیارده وګړي خوندي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او ۱.۷ میلیارده نور په خپلو کورونو کې د حفظالصحې له لومړنیو اسانتیاوو محروم دي. د راپور له مخې، د اوبو سرچینې د ککړتیا، پر سرچینو د زیات فشار او کمزوري مدیریت له امله له جدي ننګونو سره مخ دي. یوازې ۵۶ سلنه فاضلاب په خوندي توګه تصفیه کېږي. ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د هېوادونو ترمنځ همکاري محدوده ده او د نړۍ په ځینو سیمو کې د اوبو پر سرچینو فشار لا هم د اندېښنې وړ دی.








