د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له روسیې څخه راغلي پلاوي او په افغانستان کې د یاد هېواد د سفارت له استازو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې روسي پلاوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.








