د سعودي عربستان په نجران سیمه کې د یوې کشفي چورلکې د لوېدو له امله دوه پوځي افسران مړه شوي دي. د یمن د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویاند، ترکي المالکي ویلي، چې د سعودي ملي ګارد وزارت اړوند «AH-6i» ډوله چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.








