د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي چې د افغانستان د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره بېپرې تحلیلي راپورونه خپاره کړي. نوموړي د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ د پرانیستغونډې پر مهال ویلي، عادلانه نه ده چې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې په راپورونو کې له پامه وغورځول شي او یوازې پر منفي اړخونو یې تمرکز وشي. برادر ټینګار کړی چې یوناما باید د یوه مقابل لوري په څېر چلند ونه کړي، بلکې د افغانستان وضعیت په بېپرې او واقعي ډول وارزوي.








