د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې دوه برابره زیاتې شوې دي. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف پرون د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه یوې ګډې غونډې ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم لا هم نسبتاً کم دی، خو دغه زیاتوالی د پام وړ دی. نوموړي ټینګار کړی، چې مسکو هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې باثباته بهیر وساتي او د متقابلو ګټو او رغنده تعامل پر بنسټ خپلې اړیکې پراخې کړي.








