په کویټ کې د افغانستان سفارت سرپرست محمد شفیق خطیب په دغه هېواد کې له مېشتو افغان علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، وروستیو پرمختګونو، د افغانانو ترمنځ پر یووالي، ګډو همکاریو او د کونسلي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې شوې دي. د سفارت د معلوماتو له مخې، محمد شفیق خطیب افغانانو ته د غوره کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.








