د امریکا ساحلي ګارډ وایي، د مکسیکو د باخا کالیفورنیا ایالت په ساحل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۱ کسان نادرکه دي او ۱۶ نور ژغورل شوي دي. د چارواکو په وینا، ژغورل شوي کسان د مکسیکو وګړي دي چې د امریکا سنډیاګو ښار ته لېږدول شوي؛ د دوو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او یو بل کس د شارک د احتمالي برید له امله تر درملنې لاندې دی. په راپور کې ویل شوي، امریکایي ساحلي ګارډ او سمندري ځواکونه د چورلکو، الوتکو او بېړیو په مرسته د نادرکه کسانو د موندلو هڅې کوي. تر اوسه د کښتۍ د ډوبېدو لامل دی معلوم.








